د افغان محصلینو په فراغت غونډه کې د ا.ا.ا سرپرست سفیر ګډون

د ا.ا.ا سرپرست سفیر، محترم م.سردار احمد شکیب د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون څخه د افغان محصلینو فراغت غونډه کې ګډون وکړ. ښاغلي شکیب محصلینو ته د وینا پر مهال وویل چې افغان حکومت هڅه کوي ترڅو علمي کادرونو او نوي فارغ شوي محصلینو لپاره کاري فرصتونه او د لوړې کچې نور تحصیلي فرصتونه برابر کړي. نوموړي له نړیوال اسلامي پوهنتون، د پاکستان حکومت او اړوندو اداراتو څخه هم مننه وکړه چې افغان محصلینو ته د لوړو زده کړو زمینه مساعدوي.