د ۱۴۰۱ کال د سلواغې ۱۱ مه، اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرال کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې د سیند ایالت له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه افغانان آزاد شول.

همدارنګه ۱۳۰ تنه نور به په راتلونکو څو ورځو کې خوشې او هیواد ته ولیږدول شي.
د یادونې وړ ده چې یو تن افغان ولي خان د موسی خان زوی د ننګرهار اوسیدونکی چې څو ورځي وړاندې په زندان کې په حق رسیدلی و؛ د نوموړي جسد هم د امبولانس په وسیله هېواد ته ولېږدول شو. باید وویل شي چې د خوشې شویو بندیانو د بېرته لېږد ټول مصارف د بهرنیو چارو وزارت له هدایت سره سم له دولتي بودیجې ورته اجراء کیږي.