د ١٤٠٢ هجري شمسي کال د سنبلې ۷ مه، اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د پاکستان هیواد د سیند ایالت له زندانونو څخه ۷۵ تنه افغان بندیان را خلاص او په دولتي مصارفو خپل هیواد ته را ولیږل شول

د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه تر ۲۵۱۶ تنو پوري افغان بندیان د اسلامي امارت په هڅو ازاد شوي او خپل هیواد ته را ستانه شول.