د افغان او پاکستاني شرکتونو ترمنځ د تفاهم لیک لاسلیکېدل

د افغان طیور دولتي شرکت او د پاکستان د هوپ ادارې ترمنځ د همکارۍ تفاهمنامه، اسلام آباد کې د ا.ا.ا سفارت په مقر کې لاسلیک شوه. یاد تفاهم لیک دافغان سرپرست سفیر، م.سردار احمد شکیب په حضور کې د افغان طیور شرکت د مشر محترم اسماعیل مخلص او د هوپ ادارې عمومي رئیس ښاغلي زیبر الهی له لوري امضا شو.
د تفاهم لیک پر بنسټ، له پاکستان څخه افغانستان ته د طیورو او په دې برخه کې د ټولو محصولاتو صادرات به د ځانګړو نړیوالو معیاري پروسو او ارزونو وروسته ترسره کیږي.