د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون څخه فارغو شوو افغان محصلینو لپاره د شپني ضیافت پروګرام؛

پروګرام کې افغان سرپرست سفیر، محترم م. سردار احمد شکېب، افغان محصلین او د نړیوال اسلامي پوهنتون استادانو حضور درلودل. له ضیافت نه مخکې، افغان سرپرست سفیر او محترمو استادانو درنو محصلینو ته په خپلو ویناوو کې هغوي ته د فراغت په پار مبارکي وویل او د څښتن تعالی (ج) له دربار څخه یې ورته د لابریالیتوب استدعا وکړ. همداراز، افغان سرپرست سفیر فارغو شویو محصلینو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو په اړه د افغان حکومت پر ژمنو د ټینګار ترڅنګ، وویل چې محصلین د افغانستان سرمایه دي، د هېواد، خلک او حکومت سترګې ورته دي ترڅو افغانستان د یوې روښانې راتلونکې په لور بوځي. افغان حکومت هم ژمن دی چې ورته کاري او نور تحصیلي فرصتونه برابر کړي.