اسلام آباد کې د ا.ا.ا سرپرست سفیر د روسیې له سفیر سره وکتل

نن د مارچ ۲۰مه، اسلام آباد کې د افغانستان سرپرست سفیر، م. سردار احمد شکیب پاکستان لپاره د روسیې سفیر، ښاغلي البرټ خوریف سره وکتل. لیدنه کې له روسیې او ګاونډیو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې او د منځني او سویلي آسیا ترمنځ د افغانستان د نښلونکي رول په اړه مفصلې خبرې وشوې.